كوئټه 22 جنوري (اے پي پي) د كوئټه پشمول د بلوچستان زياتره سيمو كښې موسم زيات يخ دے۔ كوئټه ښار كښې لږ تر لږ درجه حرارت منفی 03 ډګری سېنټی ګرېډ ریكارډ كړے شو۔ د موسمياتو محكمې له مخې د بلوچستان په زياتره سيمو كښې موسم يخ او وچ دے۔د صو بے شمالی او بالائی سيمو كښې به يو څو ورځې هم دا ډول يخني وي،صوبه كښې تر ټولو كم درجه حرارت قلات كښې منفی 4 ډګری سېنټی ګرېډ ریكارډ كړے شوے ، ګوادر او تربت كښې 13،نوكنډی كښې 4 او سبی كښې 7 ډګری سېنټی ګریډ ریكارډ كړے شو