کویټه 21 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان د اطلاعاتو صوبائي وزير جان اچكزئي وئيلي دي چې پرېس د كوم هم رياست څلورمه ستن وي، د پرېس ازادي او د خبريالانو مسئلو حل كولو له ګامونه پورته كوو، د صوبې پرېس به له جديد آسانيو وركولو لپاره به مرسته كولې شي۔ د دې خيالاتو خرګندونه د ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه ۔ ده ووئيل پرېس د كومې ټولنې لپاره د سترګي او غوږ حثيت لري ٬ مونږ له به تعميري سوچ ترمخه مثبت صحافت ودې لپاره هلې ځلې كول وي دغسې چې د ټولنې ښه والي له مرسته وكرې شي ۔ ده ووئيل حکومت د ولایت د ټولو خبریالانو د ستونزو څخه خبر دې، د ولایت په ټولو سیمو کښې خبریالانو ته د جديد دور ميډيا آسانيو وركولو ته پام لرنه كوو ٬دغسې چې د موجوده دور د اليكټرانك ميډيا پشمول ډيجيټل او سوشل ميډيا ته د مثبت رپورټنګ موقع ترلاسه شي۔