پېښور۔ 19 جنوری (اے پی پی) د صوابۍ په اسوټا شريف كلي كښې د يو كچه كور د چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 4 كسان ژوبل شول۔ د رېسكيو 1122 وياند له مخې ریسکیو ډیزاسټر او اېمرجنسي ډلې ژوبل شوي ملبې څخه راويستلي او د ابتدائي طبي مرستې څخه وروستو يۍ كالو خان روغتون ته منتقل كړي دي۔ په ژوبل شويو كښې 30 كلن نياز علي ٬ د نياز علي 22 كلنه مېرمن او دوه لونړا 5 كلنه عائزه او 3 كلنه عليزه شامل ده۔