پیښور 16 جنوري )اے پي پي)د قومي وطن بارټي صوبائي چيئرمېن سكندر حيات خان شېرپاؤ وئېلي دي په هېواد كښې په وخت ټاكنې كول د ټولو مسئلو حل دے ٬ د كومو په سبب چې به هېواد كښې معاشي او سياسي استحكام راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په چارسده كښې يو شموليتي دستورې ته په وينا كښې وكړه۔په دې موقع د نورو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو وصال خان٬زبير خان٬عزيز خان او وارث خان د خپلو ملګرو او كورنيو پشمول قومي وطن پارټي كښې د شموليت اعلان وكړو ۔ده ووئيل اولس ګرانۍ٬بې روزګارۍ او د توان بحران غوندې مسئلو سره مخ دے٬اقتدار كښې د راتللو سره به د دې مسئلو حل لپاره سنجيده اقدامات كوو۔