د مسلم ليګ(ن) په اقتدار كښې راتللو سره به ګراني ختمه شي۔ مريم نواز

اوکاړہ 15 جنوري (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) چيف آرګنائزر مريم نواز وئيلي دي د مسلم ليګ(ن) په اقتدار كښې راتللو سره به ګراني ختمه شي او اولس ته به پټرول٬ برېښنا او د ګاز په بيعه كښې ريليف وركړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په اوكاړه كښې اولسي جلسې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ دې ووئيل د نواز شريف په تېر دور كښې ګاز او برېښنا ارزانه وه۔ دې ووئيل د اولس طاقت ن ليګ سره دے۔ دې ووئيل اولس دې نواز شريف له مېنډيټ وركړي۔ دې ووئيل مسلم ليګ ن به په حكومت كښې د راتللو سره په ګرانۍ قابو موندلو لپاره اقدامات كوي۔