ديني مدرسې د اسلام قلعې دي د دې مضبوطول او ودانول د ټولو مسلمانانو ذمه واري ده٬ مولانا مفتي عبد الله شاه

پېښور ۔ 14 جنوری (اے پی پی)د مدرسه عربیه ابو هریرہ شېرپاؤ شاخ تحصیل تنګی ضلع چارسدہ 11 مه دستاربندي د اتوار په ورځ وكړې شوه۔ د دستاربندۍ دستوره كښې جيد علماﺀ كرامو خصوصي ګډون وكړو او د حفظ ٬ ناظره او تجويد بشپړ كوؤنكو طالبعلمانو ته يۍ سندونه وركړل۔ د دستاربندی په دستوره كښې حضرت مولانا مفتی عبداللہ شاہ د خصوصي مېلما په حېث ګډون وكړو او په نورو ګډون كوؤنكو علماﺀ كرامو كښې حضرت مولانا عبدالحلیم دیر بابا جی اکوړہ خټک، حضرت مولانا زاهد اللہ جان او مولانا قاری اکرام الحق شامل وو۔ د دستاربندۍ ټولې تياريانې او انتظامات د مدرسې مهتمم مولانا مفتي سعيد الله حقاني په نګرانۍ كښې وكړې شول۔ په دستوره كښې مولانا مفتي عبد الله شاه د حفظ ٬ تجويد او ناظره بشپړ كوؤنكو ماشومانو مور پلار ته مباركي وركولو سره ووئيل نېک اولاد مور پلار لپاره د پاك پروردګار رحمت وي۔ قرآن مجید وئيل په دې ځان پوهول ٬ په قرآني تعليماتو عمل كولو د قرآن په مونږ حق دے۔ ده ووئيل دا مدرسې د اسلام قلعې دي د دې مضبوطول او ودانول زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ د دستاربندۍ په موقعه 50 څخه زياتو طالبعلمانو ته سندونه وركی شول او د دوئي دستاربندي وكړې شوه په كومو كښې چې 36 د ناظرې ٬ 4 د تجويد او 13 د حفظ طالبعلمان شامل وو۔