د خېبرپښتونخوا په زياتره ضلعو کې د زلزلې جهړقونه محسوس شول ، د ځاني او مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوی

پېښور 11جنوری (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا په زياتره ضلعو كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي ٬ د زلزلې مركز له مخې د زلزلې شدت په ريكټر 0۔6 ريكارډ كړے شوے٬ د زلزلې مركز د افغانستان په هندوکش سيمه كښې 213 کیلومټره په زمكه كښې ژور ؤ ۔ د پي ډي ایم اې کنټرول روم ته تر اوسه د زلزلې له امله د کوم ځاني یا مالي زیان راپور نه دی ترلاسه شوے۔ د PDMA د بیړني آپرېشن مرکز د صوبې د ټولو ضلعو انتظامیو سره تماس نيولے ۔د پي ډي ايم اے د ډائريکټر جنرل ووئيل د پي ډي ايم اے ايمرجنسي اپريشن سنټر په مکمل ډول فعاله دے او د كومې هم ناوړه پېښې اطلاع په فري هيلپ لائن 1700 ورکړي كيدې شي۔