کویټه 11 جنورۍ (اے پی پی) د نېشنل پارټي مشر ډاکټر عبدالمالک بلوچ د يو پلاوي سره جام هاؤس ته په تللو د بلوچستان پخواني وزيراعلي جام کمال خان سره ليدلي دي۔ ملاقات كښې په بلوچستان كښې او په خاص توګه په لسبيله ٬ حب او آوران كښې په سياسي صورتحال د خيالاتو څركندونه شوې ۔ د عوامي نيشنل پارټي پلاوي مشري مرکزي جنرل سيکرټري جان محمد بليدي او صوبائي صدر رحمت صالح بلوچ کوله، ملاقات کښي د مسلم ليګ ن او نېشنل پارټي ترمينځه په سيټ ايجسټمنټ خبري اترې وشوې او د نورو ملاقاتونو سلسله روانه ساتلو او په ځينې ضلعو كښې شريك امیدوار رامخې ته كولو په اړه خبرې وشوې ۔