مير لشکري خان رئیسانی سره د پخوانی سېنېټر محمد اسماعیل بلیدي ملاقات، په سياسي صورتحال خبري

کویټه 11جنوری (اے پی پی) د بلوچستان ګرينډ الائنس مشر او د كوئټې حلقه این اے 263 څخه كانديد نوابزاده حاجي لشكري خان رئېساني سره د كيچ بليده څخه د صوبائي اسمبلۍ پخواني آزاد اميدوار محمد اسماعيل بليدي په سراوان هاؤس كښې ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د صوبې په سياسي صورتحال په خاص توګه د مکران ډويژن او د راتلونكو ټولټاكنو په اړه د خيالاتو څرګندونه كړې ٬ په دې موقع میر محمد اسماعیل بلیدی نوابزادہ حاجی میر لشکری خان رئیسانی له د بلوچستان ګرینډ الائنس په جوړولو مباركي وركړه،دغسې ملاقات كښې دواړو لارښودو سباؤن كښې رابطې په ځائې ساتلو ته اتفاق وكړو۔