د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعليٰ جسټس (ر) ارشد حسېن كوهاټ كښې په پوليس چېك پوسټ د بريد غندنه وكړه

پېښور 10 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلي جسټس (ر) سيد ارشد حسېن شاه په كوهاټ كښې د پوليس په پوسته د بريد غندنه كولو سره د پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔ وزيراعلٰې هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعليٰ د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړې ده۔