
لاهور 10 جنوري (اے پي پي) د اليکشن کميشن په سپارښتنه د ټولو ووټرانو د حلقه جات (قامي او صوبائي اسمبليو) معلومات په اېس اېم اېس سروس 8300 وركړے كېږي۔ د ټاكنو كمېسون وياند له مخې اوس به ووټران بلاك كوډ٬ د فهرست سلسله نمبر٬ د قامي اسمبلۍ حلقه نمبر او د ضلعې نوم٬ د صوبائي اسمبلۍ حلقه نمبر او د ضلعې نوم٬ د اتنخابي سيمې نامه٬ د اړوند ضلعې الېكشن كمشنر ټېلي فون نمبر٬ هېلپ لائن نمبر٬ د اي سي پي وېب پاڼې پحقله معلومات په 8300 د اېس اېم اېس د لارې ترلاسه كېدې شي۔