د باجوړ ډي پي او د پيښور ليډي ريډنګ روغتون ته لاړو ٬ باجوړ چاودنه کښي ژوبل شوي پوليس اهلکارو تپوس پوښتنه ئې وكړه

پېښور 10جنوری (اے پی پی) د باجوړ ضلعی پولیس افسر کاشف ذوالفقار د پېښور ليډي ریډنګ روغتون ته لاړو او هلته ئې د باجوړ په پېښه كښې د ژوبل شويو پوليس اهلكارو تپوس پوښتنه وكړه۔ په دی موقع د باجوړ ضلعی پولیس افسر ووئيل د پولیس محکمه د يوې كورنۍ په شان ده د كومو غم چې هم یو شان دې۔ د ژوبل كسانو په درملنه كښې به هیڅ کمی نه شي كولې ۔ ده ووئيل چې د سماج دښمنه عناصرو په بزدلانه بریدونو سره زمونږ مورال نه شي کمزوری کیدې ، بلکه د پخوا په شان نور هم قوي كېږي۔د ولس د ځان او مال تحفظ د په خ اطر ضلعي پوليس ځوانانو د هر ډول حالاتو په مړانه مقابله كړي او انشاالله سباؤن كښې به هم خپل پېشه وره فرائض ترسره كوو ۔ د غم په دې وخت کښې د پوليس ټول ډيپارټمنټ د خپلو وروڼو سره په دې غم كښې شريك دې هيڅ څوک بايد ځان يوازې ونه ګڼي۔