
پېښور ۔ 09 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی په مشرۍ كښی د يونيورسټي آف صوابي د سېنېټ 12 مه غونډه د نهې په ورځ په ګورنر هاؤس كښې وشوه۔ په غونډه كښې د یونیورسټی آف صوابی د تېرې سېنېټ غونډې منټس منظورۍ لپاره وړاندې كړے شول٬ دې سره سره د يونېورسټۍ لخوا د انسپکشن ډلې په انكوائري رپورټ د عملدرآمد د اړوندې كاروائې رپورټ هم وړاندې كړے شو۔ په دې موقع ګورنر ووئيل د صوبې مجموعي معاشي حالات ښه نه دي٬ د صوبې پوهنتونونه دې خپلو وسائلو كښې زياتوالے او مالي نظم وضبط برقرار اوساتي٬ صوبائي حكومت د كال 56 اربه روپۍ د تنخاګانو په مد كښې ادا كوي٬ تعليمي ادارو له به مالي ستونزو څخه وتلو له خپل وسائل پېدا كول وي۔ ده ووئيل مونږ غواړؤ چې د صوبې پوهنتونونه تعليمي ٬ انتظامي او مالي چارو كښې كاميابۍ پلو روان وي۔ په غونډه كښی د يونېورسټي آف صوابي وائس ډاكټر چانسلر ناصر جمال خټك او د ګورنر پرنسپل سېكرټري مظهر ارشاد پشمول د خزانې ٬ زده كړو او اسټېبلشمنټ څانګو په شمول د ايچ اي سي استازو او د سېنېټ غړو ګډون وكړو۔ ګورنر د اسلامي جمهوريه ايران قونصلېټ جنرل پېښور دوره هم كړې۔ ګورنر ایرانی قونصل جنرل علی بنفشه خواہ سره ملاقات وكړو او په دې موقع يۍ د ايران په كرمان ښار كښې د چاؤدنو په نتيجه كښې په شوو شهادتونو غمرازي ښكاره كړه۔ ګورنر د چاؤدنو په نتيجه كښې 100 څخه په زياتو شهادتونو د خپل او د خېبر پښتونخوا اولس لخوا د افسوس او خواخوږۍ څرګندونه وكړه٬ ده ووئيل د پاكستان او په خاص توګه د خېبر پښتونخوا اولس د ايراني اولس په غم او دړد كښې يو برابر شريك دے۔ ایرانی قونصل جنرل قونصلګرۍ ته تللو او به تعزيت كولو د ګورنر مننه كولو سره ووئيل ايران او پاكستان دوه اسلامي ورونړه او ګاونډي هېوادونه دي او د يو بل په خوشحالۍ او غم كښې يو برابر شريك دي۔