دپېښور ایل آر ایچ كښې د باجوړ چاؤدنه كښې ژوبل دوه نور كسان په حق ورسېدل

پېښور 09 جنوری (اے پی پی) د پېښور تدریسی روغتون ایل آرایچ كښې د باجوړ چاؤدنه كښې ژوبل شوې دوه نور كسان په حق رسېدلي دي ۔د روغتون وياند له مخې باجوړ كښې په پولیس وین شوې بمي بريد په نتيجه كښې 11 كسان د پېښور تدریسی روغتون ایل آر ایچ ته راوړلې شوې وؤ۔ده ووئيل ایل آر ایچ كښې د باجوړ چاؤدنې 9 ژوبل كسان دا مهال داخل دي دغسې په مجموعی توګه 11 ژوبل كسانو كښې دوه نور په حق رسيدلې دي۔