پېنډۍ 09 جنوري (اے پي پي) پاکستان، سعودي عرب او د ترکيه د مرستې په ره دوېمه غونډه په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې وشوه ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د دريو واړو هېوادونو مشتركه مقاصدو ترلاسه كول او د دفاع په څانګه كښې خود كفالت ترلاسه كولو لپاره د تکنيکي، مالي او انساني وسائلو يو كولو د اهميت پخلے وشو۔ دواړو ډلو د ورورولۍ تاريخي اړيكو اعتراف كولو سره د درې كسيزه مرستې د كار دائره زياتولو او د مشتركه هدفونو سر كولو لپاره د مرستې رفتار د زياتولو د ضرورت پخلے و كړو٬ دواړو ډلو د درې اړخيزه دفاعي صنعتي مرستې راتلونكې غونډه په فروري كال 2024 كښې د سعودي په پايه تخت رياض كښې د نړيوال دفاعي نندارتون په موقع كولو ته صلاح شوي دي ۔