د څلورو واړو صوبو قراردادونو نه پس وفاقي حكومت د رويت هلال په مسئله قانون سازي كولې شي

اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) د سېنټ چيئرمېن مياں رضا رباني وئيلي دي د څلورو واړو صوبو قراردادونو نه پس وفاقي حكومت د رويت هلال په مسئله قانون سازي كولې شي۔ په دې اړه دې صوبائي حكومتونو سره خبره وكړې شي او راپور دې راروانه غونډه كښې وړاندې كړې شي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف ووئيل د نهې په ورځ ټول اولس يوه وروژه …

اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) د سېنټ چيئرمېن مياں رضا رباني وئيلي دي د څلورو واړو صوبو قراردادونو نه پس وفاقي حكومت د رويت هلال په مسئله قانون سازي كولې شي۔ په دې اړه دې صوبائي حكومتونو سره خبره وكړې شي او راپور دې راروانه غونډه كښې وړاندې كړې شي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف ووئيل د نهې په ورځ ټول اولس يوه وروژه نيولې او انشاﺀ الله اختر به هم په يوه ورځ وي۔ د نهې په ورځ د سېنټ په غونډه كښې د سېنټ چيئرمېن مياں رضا رباني د دې معاملې په اړه د مذهبي چارو وفاقي وزير ايوان ته رابللے ؤ۔ ده چيئرمېن ته ووئيل زه د سېنټ او قامي اسمبلۍ دواړو احترام كوم۔ زه دې ورځو كښې د حج په انتظاماتو كښې بوخت يم ځكه نن پرون دلته كم راځم۔ ده ووئيل زونل او مرکزی رویت ہلال کمیټیو سلا كړې وه چې په يوه ورځ به د مياشت ليدلو اعلان كوؤ۔ په دې لړ كښې مونږ هڅې وكړې۔ ده ووئيل د نهې په ورځ ټول اولس يوه وروژه نيولې او انشاﺀ الله اختر به هم په يوه ورځ وي۔ ده ووئيل ما د پیښور زونل كمېټۍ او د قاسم علي خان مسجد امام مفتي پوپلزۍ سره هم تماس نيولې۔ هغه هم غواړي چې د هغه د شهادت انتظار وكړے شي۔ ده ووئېل مونږ په دې لړ كښې خبره كړې۔ زونل رویت هلال کمیټۍ هم كافي هڅې كړې دي۔ مونږ په دې اړه قانون سازۍ لپاره مسوده لېږلې ولې لاﺀ ډويژن پرې اعتراض كړې چې دا معامله صوبو ته منتقل شوې۔

مزید خبریں