
اسلام آباد۔9جنوری(اے پی پی) د قومي وطن پارټي مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ وئيلي دي آرټيكل 62 ون اېف تر مخه د ټول عمري نااهلۍ ختمولو په اړه د سپريم كورټ پرېكړه يو تاريخي ګام دے۔ د نهې په ورځ په خپل ټويټ كښې ده ووئيل نن د هغه قانون تور دور ختم شو كوم چې د سياستوالو په ضد سياسي انتقام لپاره كارولے شوے ؤ ۔ ده ووئيل دې پرېكړې سره به سياست كښې يو نوے باب پرانستلے شي۔