اسلام آباد۔8جنوری (اے پی پی) د باجوړ ماموند تحصيل په بېلوټ سيمه كښې د ګل په سهار د سړك په غاړه د نصب كړې شوي بم چاؤنې پېښه كښې 2 پوليس مړه او يو شمېر نور ټپيان شوي۔ د پوليس له مخې دا پوليس اهلكار پولیو وېکسی نېشن ډلو ته امنيت وركولو لپاره روان وو۔ د پی ټی وی نیوز چېنل رپورټ له مخې ژوبل شوي په فوري توګه د …
په باجوړ كښې بمي چاؤدنه ٬ 2 پوليس اهلكار مړه ٬ يو شمير ټپيان٬ پوليس
اسلام آباد۔8جنوری (اے پی پی) د باجوړ ماموند تحصيل په بېلوټ سيمه كښې د ګل په سهار د سړك په غاړه د نصب كړې شوي بم چاؤنې پېښه كښې 2 پوليس مړه او يو شمېر نور ټپيان شوي۔ د پوليس له مخې دا پوليس اهلكار پولیو وېکسی نېشن ډلو ته امنيت وركولو لپاره روان وو۔ د پی ټی وی نیوز چېنل رپورټ له مخې ژوبل شوي په فوري توګه د خار روغتون ته منتقل كړې شوي او په روغتون كښې بېړنې حالت په ځايې كړې شوې دې۔ د روغتون د عملې له مخې ژوبل شويو كښې د ځينو حالت نازك دے۔ د رپورټ له مخې امنيتي اهلكارو او انتظامي په سيمه كښې د لټون عمليات پېل كړې دي۔











