کراچی۔ 06 جنوری (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري د ايران قونصل خانې ته لاړو۔ قونصل جنرل حسن نوريان د سندھ ګورنر ته هركلے ووے۔ په ملاقات كښې د سندھ ګورنر د قاسم سلېماني مزار ته نزدې په شوې بمي چاؤدنه كښې شهيد شويو لپاره د لوړو درجو دعا وكړه۔ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر ووئيل چې د افسوس …
كامران خان ټيسوري په چاؤدنه كښې د قيمتي ځانونو په زيان غمرازۍ له د ايران قونصل خانې ته لاړو
کراچی۔ 06 جنوری (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري د ايران قونصل خانې ته لاړو۔ قونصل جنرل حسن نوريان د سندھ ګورنر ته هركلے ووے۔ په ملاقات كښې د سندھ ګورنر د قاسم سلېماني مزار ته نزدې په شوې بمي چاؤدنه كښې شهيد شويو لپاره د لوړو درجو دعا وكړه۔ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ ګورنر ووئيل چې د افسوس وړ دې پیښه كښې د شهيد شويو غمجنيو كورنيو سره يؤ او د ايران حكومت سره غمرازي ښكاره كوؤ۔ وروستو ګورنر په قونصل خانه كښې د مېلمنو په كتاب كښې د غمرازۍ خپل تاثرات هم درج كړل۔











