د ایمل ولی خان د حاجی روزی خان په مړينه غمرازي

پېښور ۔ 06 جنوری (اے پی پی) د عوامی نېشنل پارټۍ (اے اېن پی) صوبائی صدر اېمل ولی خان د ټاكنو كمپائن په مهال د اے اېن پی لوئر مومند سینئر نائب صدر حاجی روزی خان په حق رسېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل ارواښاد د قومي تحريك يو قيمتي اثاثه وو او د خپل ژوند تر وروستۍ ګھړۍ يۍ نظریه باچا خان سره ژور تړون لرلو۔ دده په حق رسېدل د خپل كورنۍ سره سره عوامي نېشنل پارټۍ لپاره هم يو لويے زيان دے۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔