باجوړ 04 جنوری (اے پی پی) د باجوړ ضلعې د لوئي ماموند تحصيل په ګټ اګره سيمه كښې د بمي چاٶدنې په نتيجه كښې دوه ماشومان ټپيان شوي دي ۔ ځائي چارواكو له مخې بم نامعلومه كسانو د وړاندې نه پلانټ كړے ٶ او چاٶدنه په ھغه مهال وشوه كله چې ماشومانو په غره كښې ګډې بيزې څرولې٬ د چاٶدنې په نتيجه كښې دوه ماشومان ژوبل شوي دي ۔ ژوبل شوي ماشومان نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي او پوليس د پېښې پلټنې پېل كړې دي