پیښور 04 (اے پي پي)د مردان په ګړهي كپوره سيمه كښې په كور كښې د ګاز ليكج له امله د اور لګېدو په نتيجه كښې خاوند ښځه او د ماشومانو پشمول 6 كسه ژوبل شوي دي ۔د مردان رېسكيو 1122 وياند له مخې اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو ډلې ژوبل شوو ته ابتدائي طبي مرسته وركولو سره هغوي اېم اېم سي جنرل هسپتال پیښور ته منتقل كړې دي ۔د ابتدائي …
مردان٬ په كور كښې د اور لګېدو له امله 6 كسه ژوبل شول
پیښور 04 (اے پي پي)د مردان په ګړهي كپوره سيمه كښې په كور كښې د ګاز ليكج له امله د اور لګېدو په نتيجه كښې خاوند ښځه او د ماشومانو پشمول 6 كسه ژوبل شوي دي ۔د مردان رېسكيو 1122 وياند له مخې اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو ډلې ژوبل شوو ته ابتدائي طبي مرسته وركولو سره هغوي اېم اېم سي جنرل هسپتال پیښور ته منتقل كړې دي ۔د ابتدائي رپورټ له مخې په كوټه كښې ټوله شپه د ګاز ليكج نه پس د تيلي وهلو نه اور لګېدلے ؤ۔











