پیښور 20 دسمبر(اے پي پي)د عوامي نېشنل ګوند(اے اېن پي)او د جمعيت علما اسلام(جے يو آئي)ترمينځه راتلونكې ټول ټاكنو كښې د سيټ ايډجسمنټ لپاره جوړې شوې سب كمېټۍ دوهم ملاقات وشو۔په ملاقات كښې د اے اېن پي لخوا د ماليات مركزي سېكرټري سېنېټر حاجت هدايت الله خان٬د كلتور صوبائي سېكرټري خادم حسېن او د مركزي كمېټۍ غړي سيد معصوم شاه شامل وو او د جے يو آئي لخوا صوبائي ډپټي جنرل سېكرټري آصف اقبال داؤد زئي او صوبائي وياند عبدالجليل جان ګډون وكړو۔د ملاقات په مهال د هېواد د موجوده سياسي صورتحال پشمول سيټ ايډجسمنټ چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔