د پي ټي آئي په دور كښې چې پاکستان سره څه شوي په ھغې خفه يم٬ د هېواد په پرمختګ كښې به مېرمنو له كردار لوبول وي۔ محمد نواز شريف

لاهور 20 دسمبر (اے پي پي) د مسلم ليګ(ن) قائد محمد نواز شريف وئيلي دي د پي ټي آئي په دور كښې چې پاکستان سره څه شوې په ھغې د زړه نه خفه يم٬ د هېواد په پرمختګ كښې به مېرمنو له كردار لوبول وي٬ مسلم ليګ ن الېكشن لپاره چمتوالے نيسي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په ماډل ټاٶن كښې د مسلم ليګ( ن) پارلماني بورډ 14مې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې مونږ د مسلم ليګ ن صدر محمد شهباز شريف، چيف آرګنائزر مريم نواز، سېنېټر اسحاق ډار، احسن اقبال، رانا ثنا الله، خواجه آصف، رانا تنوير، عطا الله تارړ، حمزه شهباز او د خرم دستګير پشمول نور هم موجود وو۔