ملتان 20 دسمبر(اے پي پي)ضلعي انتظاميې د كال 2024 ټول ټاكنو سپيځلو كولو اقدامات پیل كړې دي۔د ضلعې وياند له مخې د ضلعې 18 قومي او د صوبائي حلقو ريټرننګ افسرانو سوګند پورته كړے ۔ډپټي كمشنر كيپټن ريټائرډ رضوان قدير د ډسټركټ ريټرننګ په توګه د افسرانو څخه سوګند واخست۔سوګند پورته كولو په دستوره كښې د الېكشن كمېشن افسرانو ګډون كولو۔په دې موقع ډپټي كمشنر ووئيل د ټاكنو كميسون په احكامات او ضابطه اخلاق كومه سمجهوته نه شي كېدې٬ريټرننګ افسران دې د كوم فشار نه غېر خپله آئيني ذمه و اري پوره كړي۔ده سپارښتنه وكړه چې د ټولو ګوندونو كانديدانو لپاره يو ډول ضابطه اخلاق نافذ كړئ۔ده ووئيل الېكشن كمېشن ته به د ضلعې انتظاميې ټولو پړاؤنو كښې بشپړ معاونت تر لاسه وي۔دغسې ډپټي كمشنر ريټرننګ افسرانو ته سمدستي ټولو اړوندو دفترونو كښې د سمدستي د ټاكنو عمل پېل كولو هم احكامات جاري كړل