د افغانستان څخه په پاكستان پرله پسې بريدونه تشويشناك دي۔جان اچكزئي

كوئټه 18 دسمبر (اے پي پي)د بلوچستان د اطلاعات لنډ مهاله صوبائي وزير جان اچكزئي وئېلي دي د نائن اليون نه پس په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ پیښې زياتې شوي ٬د افغانستان څخه په پاكستان پرله پسې بريدونه تشويشناك دي۔د افغانستان حكومت دې په پاكستان بريدونه كوونكي ترهه ګر مونږ ته وسپاري٬د افغان حكومت لخوا د ټي ټي پي په ضد كاروائۍ څخه مطمن نه يوو ۔د دې خيالاتو …

كوئټه 18 دسمبر (اے پي پي)د بلوچستان د اطلاعات لنډ مهاله صوبائي وزير جان اچكزئي وئېلي دي د نائن اليون نه پس په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ پیښې زياتې شوي ٬د افغانستان څخه په پاكستان پرله پسې بريدونه تشويشناك دي۔د افغانستان حكومت دې په پاكستان بريدونه كوونكي ترهه ګر مونږ ته وسپاري٬د افغان حكومت لخوا د ټي ټي پي په ضد كاروائۍ څخه مطمن نه يوو ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د كوئټې په پرېس كلب كښې د خبري كنفرنس په مهال كړې۔د ايران په سيتان بلوچستان صوبه كښې د پوليس په هېډكوارټر د بريد سخته غندنه كولو سره ده ووئيل ترهه ګر د پاكستان او ايران دواړو هېوادونو دښمنان دې۔ده ووئيل د بلوچستان چمن ښار كښې د پولې ټريك به ډېر زر بحال كړے شي٬په صوبه كښې ټولو سياسي ګوندونو ته د جلسې جلسونو كولو اجازه ده ٬ دا تاثر غلط دے چې كوم ګوند له دلته د جلسې كولو اجازه نه وركړې كېږي ٬ ده ووئېل د ضلعي انتظاميې او ډپټي كمشنر دا كار دے چې هغه دا معاملات اوګوري۔ده ووئيل په بلوچستان كښې د دوه لكه څخه زيات جعلي شناختي كارډونه بلاك كړې شوي٬ټول ټاكنو كښې دې خلقو ته د رائے وركولو اجازه نه ده پكار ٬ په دې اړه مشاورت روان دے ٬ تراوسه د بلوچستان څخه د 1 لك 70 زره څخه زيات افغان كډوال بېرته تللي او راتلونكو څو ورځو كښې به دا شمېره تر 2 لكه 50 زره ورسيږي ۔