د خيبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د پوهنتونونو وائس چانسلرانو په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستياﺀ وركړه

پېښور ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي ريټائرډ كېدونكو وائس چانسلرانو ته د هغوي په تعليمي خذمات د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي وائس چانسلران نه يواځې په پوهنتونونو بلكې په ټولنه كښې هم يو باوقاره مقام لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملازمت موده ترسره كوؤنكو د پبلك سېكټرز پوهنتونونو وائس چانسلرانو په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستياﺀ دستورې …

پېښور ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي ريټائرډ كېدونكو وائس چانسلرانو ته د هغوي په تعليمي خذمات د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي وائس چانسلران نه يواځې په پوهنتونونو بلكې په ټولنه كښې هم يو باوقاره مقام لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملازمت موده ترسره كوؤنكو د پبلك سېكټرز پوهنتونونو وائس چانسلرانو په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستياﺀ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ګورنر د صوبې 7 پوهنتونونو څخه په دې وروستيو كښې ريټائرډ كېدونكو وائس چانسلرز ته په ګورنر هاؤس كښې د دوئي په درناوي كښې كېدونكې دستوره كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔ د ګورنر لخوا په وركړې شوې د غرمې مېلمستياﺀ دستوره كښې د كوهاټ پوهنتون وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر سردار خان، د عبد الولي خان پوهنتون وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر ظهور الحق، د يو اے ټي پېښور وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر افتخار حسین، د باچا خان پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر بشیر احمد خان او د بنوں پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر خیر الزمان په شمول نورو اړوندو شخصياتو ګډون وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ګورنر حاجي غلام علي ووئيل وائس چانسلر د لارښود په حېث په پوهنتون كښې يو مهم كردار لري٬ موده ترسره كوؤنكو وائس چانسلرانو له به خپلو كاميابو او ناكامو ته پام ګرځول وي۔ په دې موقع ګورنر موده ترسره كوؤنكو وائس چانسلرانو ته د هغوي د خذمات په اعزاز كښې شيلډز هم وركړل۔ موده ترسره كوؤنكو وائس چانسلرانو په پروقاره دستوره كولو او به درناوي بخښلو د ګورنر مننه وكړه۔ دوئي ووئيل د خپلې وظيفې ترسره كولو په مهال زمونږ هڅه وه چې مالي او تعليمي نظم وضبط برقرار وساتلے شي