لاهور 18 دسمبر (اے پي پي)صوبائي سر ښار لاهور كښې به د پنجابۍ څلورو تنظيمونو لخوا درې ورځنے انټرنېشنل پنجابي كنفرنس د (سبا)څخه د دسمبر په 20مه نېټه د شورو په ورځ پېل كېږي۔په كنفرنس كښې پاكستان سره سره د ټولې نړۍ څخه به د 30 څخه زيات پنجابي سكھ دانشوران ٬لكوالان ٬خبريالان٬تجاران او سوشل ايكټوسټ برخه اخلي۔د كنفرنس چيف آرګنائزر احمد رضا پنجابي وئېلي دي په كنفرنس كښې به د پنجابي او پنجابيت سره تړلې د 20 څخه زيات پينل ډسكشن كېږي چې پكښې به د نړيوال پلاويو سره سره د پاكستان نوموړې خبريالان٬دانشوران ٬سياستمدار او زده كوونكي برخه اخلي۔درې ورځنے كنفرنس به قذافي سټېډيم كښې تر 22 دسمبر دوام لري۔