اولان-باتور30 ستمبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال د كيئرك انسټي ټيوټ د باور وړ په سيمه ايز علمي مركز د بدلولو وړاندېز وركړے دے كوم به چې د غړو هېوادونو تجربې٬تحقيق او معلومات مربوط كولو سره د شريكو معاشي او پرمختيائي چېلنجونو عملي حل له مرستياله وګړځي۔اولان باتور كښې د كيئرنك انسټي ټيوټ ګورننس كونسل غونډې ته خطاب كښې احسن اقبال ووئېل د …
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د كيئرك مرستې ودې لپاره د سيمه ايز علمي مركز جوړولو وړاندېز

مزید خبریں
اولان-باتور30 ستمبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال د كيئرك انسټي ټيوټ د باور وړ په سيمه ايز علمي مركز د بدلولو وړاندېز وركړے دے كوم به چې د غړو هېوادونو تجربې٬تحقيق او معلومات مربوط كولو سره د شريكو معاشي او پرمختيائي چېلنجونو عملي حل له مرستياله وګړځي۔اولان باتور كښې د كيئرنك انسټي ټيوټ ګورننس كونسل غونډې ته خطاب كښې احسن اقبال ووئېل د تېرو 25 كلونو په مهال سړكونو٬ريلوے٬د توان رابطو او تجارتي راهدارو جوړېدو نه پس د سيمه ايزې مرستې راتلونكې پړاؤ كښې د څيزونو او توان تګ راتګ سره سره د علم٬تجربې او مهارتو تبادلې پلو به هم پام كول وي۔ده د يو فعاله سيمه ايز علمي پليټ فارم او د پوهانو فهرست جوړولو وړاندېز هم وركړو چې پكښې سيمه ايزې شمېرې٬ د پاليسي ذريعې٬ د پروژو جاج او عملي تجربات يو كړے شي دغسې چې د پالېسي سازۍ په اړه د نورو هېوادونو د كاميابو تجربو څخه په وخت استفادې سره هغه د خپلو حالاتو له مخې اختيار كړے شي۔وفاقي وزير د كيئرك غړو هېوادونو ترمينځه د تجربو تبادلو يو رسمي نظام جوړولو هم تجويز وركړو د كوم د لارې به چې د يو نوعيت په مسئلو كار كونوكې چارواكي د يو بل تجربو څخه ګټه پورته كړي۔ده په تجارت كښې د سهولت٬كسټمز نظام٬رسد و ترسيل او د تجديد وړ توان٬ د قدرتي آفتونو مخ نيوي٬كركيلې او د هنرمندۍ په څانګو كښې د شريكې مرستې په ضرورت هم زور راوړو۔ د پاكستان لخوا كال 2027 كښې د كيئرك مشري سنبهالولو ذكر كولو سره احسن اقبال ووئيل پاكستان به د خپلې مشرۍ په مهال په تګلاره كښې علم او د تجربو تبادلې ته مركزي حېثيت وركوي او غړو هېوادونو٬كيئرك انسټي ټيوټ او آسيائي پرمختيائي بانك سره د اقتصادي راهداريو٬تجارتي سهولت كارۍ٬ډيجيټل رابطه كارۍ او د موسمياتي لچك په څانګو كښې مرسته به مخ په وړاندې بوتللې شي۔










