اسلام آباد۔30ستمبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئېلي دي د جعلي داروګانو خاتمه ضروري ده ، د جعلي داروګانو د خاتمې څخه به د معياري فارماسيوټيکل صنعت تشخص لا ښه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستان ويټرنري فارماسيوټيکل ايسوسي ايشن سره د مهمې غونډې مشرۍ په مهال وكړه چې پكښې په ويټرنري داروګانو د 2D بار کوډ نظام لګولو ، د داروګانو د …
د جعلي داروګانو خاتمه ضروري ده ، د جعلي داروګانو خاتمې څخه به د معياري فارماسيوټيکل صنعت تشخص لا ښه شي ، وفاقي وزير مصطفيٰ کمال

مزید خبریں
اسلام آباد۔30ستمبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئېلي دي د جعلي داروګانو خاتمه ضروري ده ، د جعلي داروګانو د خاتمې څخه به د معياري فارماسيوټيکل صنعت تشخص لا ښه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستان ويټرنري فارماسيوټيکل ايسوسي ايشن سره د مهمې غونډې مشرۍ په مهال وكړه چې پكښې په ويټرنري داروګانو د 2D بار کوډ نظام لګولو ، د داروګانو د ټريس ايبلټي او د جعلي و غير معياري داروګانو د مخ نيوي اقدامات جاج واغستلے شو ۔ وفاقي وزير ووئېل د ويټرنري او پولټري داروګانو محفوظ، مستند او د تصديق وړ رسنه باوري كولې شي ۔ په داروګانو د 2D بارکوډ نفاذ لپاره د تېر يو نيم كال نه كار روان دے۔ ده ووئېل د 2D بارکوډ نظام جعلي او د غير معياري ويټرنري و پولټري داروګانو مخ نيوي له به مرستياله ثابت شي او د دې د لارې د داروګانو سپلائي چين كښې ټريس ايبلټي به لا موثر جوړه كړې شي ۔مصطفيٰ کمال ووئېل د ځناورو لپاره كارېدونكې داروګان هم د انساني صحت سره نيغ په نيغه تعلق لري۔ د ون هيلتھ اصول تر مخه د ويټرنري داروګانو موثر ضابطه او نګراني به باوري كول وي ۔ ده ووئېل د معياري ويټرنري داروګانو شتون نه يوازې د ډنګرو د روغتيا بلکې د انساني صحت او فوډ سيفټي تحفظ لپاره هم مهم دے ۔









