د پاکستان په مشرۍ كښې د اېس سي او کونسل آف نيشنل کوآرډينيټرز وړومبۍ غونډه پائې ته ورسېده، د اېس سي او غړو هېوادونو نيشنل کوآرډينيټرز نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار سره ملاقات

  اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان په مشرۍ كښې د اېس سي او کونسل آف نيشنل کوآرډينيټرز وړومبۍ غونډه پائې ته رسېدلې او په غٶنده كښې د اېس سي او ګډون كوٶنكو غړو هېوادونو نيشنل کوآرډينيټرز او د اېس سي او سېكرټرېټ استازو په وروستۍ ورځ نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له …

 

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان په مشرۍ كښې د اېس سي او کونسل آف نيشنل کوآرډينيټرز وړومبۍ غونډه پائې ته رسېدلې او په غٶنده كښې د اېس سي او ګډون كوٶنكو غړو هېوادونو نيشنل کوآرډينيټرز او د اېس سي او سېكرټرېټ استازو په وروستۍ ورځ نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د پاكستان په مشرۍ كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د مشرانو كونسل د 2026-27 مشرۍ په مهال د اېس سي او د كونسل آف نيشنل کوآرډينيټرز (سي اېن سي) وړومبې غونډه د 28 نه تر 30 ستمبر كال 2026 په اسلام آباد كښې وشوه ٬ د پاكستان په مشرۍ كښې غونډه كښې د اېس سي او نيشنل کوآرډينيټر او د اېس سي او غړو هېوادونو نيشنل کوآرډينيټرز او د اېس سي او سيکرټرېټ استازو ګډون كولو٬ د درې ورځنۍ غونډې په مهال نيشنل کوآرډينيټرز د پاکستان د مشرۍ له مخې د كېدونكو هلو ځلو جاج واخست ٬ په مهمو اقداماتو پشرفت او بيا لپاره د اېس سي او غونډو او دستورو چمتوالي نيولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ٬ په غونډه كښې د غرو هېوادونو ترمېنځه رابطه كاري لا زياتولو او د پاکستان د مشرۍپه ترجيحات موثره عملدرامد باوري كولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ دا اقدامات به د پاکستان په مشرۍ كښې “تصور په عمل كښې بدلول: رابطه كاري٬ جدت او د ګډې سوكالي” د موضوع له مخې وي٬ د پرېكنده پرګرام له مخې د اېس سي او استازو او د سيکرټريټ استازو د پاکستان نيشنل کونسل آف دي آرټس (پي اېن سي اے) دورہ هم وكړه چرته دوي د پاکستان بشپړه كلتوري ورثې او متنوع فنکارانه رواياتو نه خبر كړے شول۔ پلاوي د نصير بندہ هاکي سټيډيم دوره هم وكړه چرته چې دوي د 20 نومبر نه تر 2 دسمبر كال 2026 كېدونكې د اېس سي او هاكي جام د كوربتوب د انتطامات او د پاکستان د اېس سي او مشرۍ له مخې دې ايونټ لپاره په نيولے كېدونكې چمتوالي  بريفنګ وركړے شو۔ ګډون كوٶنكو د نيشنل کوآرډينيټرز په 30 ستمبر كال 2026   خارجه وزارت كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره وليدل۔  نائب وزيراعظم و خارجه وزير د اېس سي او مشرۍ لپاره د پاکستان ترجيحات او د تنظيم مقاصد مخ په وړاندې بوتللو لپاره ټولو غړٶ هېوادونو سره د نزدې مرستې په عزم رڼا واچوله۔ غونډه منتفه نتيجو سره پائې ته ورسېده٬  شريك نيشنل کوآرډينيټرز د ايس سي او هدفونو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو او مسلسل روابطو او د عملي مرستې د لارې ئې د تنظيم مقاصد مخ په وړاندې بوتللو لپاره يې د عزم څرګندونه وكړه

مزید خبریں