د شهيد بېنظير بھټو ووېمن يونيورسټي د زده كوؤنكو په لوبو كښې خوښي لرل خوشبينه دي ٬ د خيبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي

پېښور۔ 14 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي د شهيد بېنظير بھټو ووېمن پوهنتون د زده كوؤنكو انجونو په لوبو كښې ژوره خوښي لرل خوشبينه دي ٬ دا خبره د خوشحالۍ ده چې د دې پوهنتون زده كوؤنكې په نړيواله كچه پوزيشن ترلاسه كوؤنكې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شهید بېنظیر بھټو ووېمن پوهنتون دوره كولو په مهال وكړه۔ ګورنر په دې موقع په پوهنتون كښې د بېډمنټن او اسکواش کورټ پرانسته وكړه۔ ميډيا سره خبرو كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل د چانسلر په حېث په دې خبره زه زيات خوشحاله شوے يم چې په پبلک سېکټرز پوهنتونونو كښې د هلكانو په مقابل كښې د انجونو شمېره زياته ده٬ د نني دور مېرمن د زده كړو او لوبو سره سره د يوې كورنۍ تربيه كولو ذمه واري هم په غوره ډول ترسره كوي۔ ده ووئيل په اسلام كښې مېرمن ته د مور ٬ خور ٬ لور او كورودانې په شكل زيات عزت او احترام وركړے شوے۔ ده ووئيل پاك پروردګار مېرمن د لور په شكل كښې يوې كورنۍ لپاره د رحمت په توګه رالېږلې ده۔ ده ووئيل هيله لرم چې زده كوؤنكې به د خپلې كورنۍ ٬ پوهنتون ٬ هېواد او اولس نامه روښانه كړي۔ ګورنر ووئيل د امتيازي سلوك انساني رويې به بدلول وي٬ نارينه او مېرمنو ته د كاروبار بايد يو ډول موقعې وركړې شي۔ ده په خپل خطاب كښې ووئيل په صوبه كښې مېرمنو لپاره د زده كړو او كاروبار يو ډول موقعې او آسانۍ برابرولې شي۔ ده زياته كړه چې د هېواد او ټولنې پرمختګ لپاره به نارينه او مېرمنو دواړو له خپل كردار ترسره كول وي