په العزيزيه ريفررنس كښې د نواز شريف په بريا قام له مباركي وركوم۔امير مقام

پیښور 12 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)د خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئېلي دي قائد محمد نواز شريف د ايون فيلډ نه پس العزيزيه ريفررنس كښې هم بري شوے٬ په دې پريكړه قام له مباركي وركوم۔د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د ګوند قائد محمد نواز شريف٬صدر شهباز شريف٬مريم نواز شريف او ټولو لارښودو او كاركنانو ته مباركي وركوم۔