اسلام آباد ۔ 08 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرون دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي عمران صاحب په خپله د اېمپائر د ګوتې كټ پتلي دے نو ځكه ورته د پاكستان هر وګړے كټ پتلي په نظر راځي۔ د ادارو د احترام خبره عمران خان سره سمه نه ښكاري۔ اول دې عدالت ته وړاندې كېدو سره خپل اشتهاري سټېټس ختم كړي۔ عمران خان نفسیاتی مریض دے۔ ده …
عمران صاحب په خپله د اېمپائر د ګوتې كټ پتلي دے نو ځكه ورته د پاكستان هر وګړے كټ پتلي په نظر راځي۔ د ادارو د احترام خبره عمران خان سره سمه نه ښكاري۔ اول دې عدالت ته وړاندې كېدو سره خپل اشتهاري سټېټس ختم كړي۔ عمران خان نفسیاتی مریض دے۔ ده ته يوازې هغه كسان صادق او امين ښكاري كوم چې پي ټي آئي كښې شامل دي۔ پاكستان كښې د بد تمیزۍ ، بد تهذہبۍ او بد اخلاقۍ منفي رويه خپرونكې په كومه خله د اخلاقياتو درس وركوي۔ د پېسې پېسې په حساب وركوؤنكو هغه تور لګوي او په خپله د چندې حساب وركولې نه شي۔ محمد نواز شریف د تعمیر او مخالفين د وراني په ايجنډا كار كوي۔ د اطلاعاتو او خپرون دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب بيان
اسلام آباد ۔ 08 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرون دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي عمران صاحب په خپله د اېمپائر د ګوتې كټ پتلي دے نو ځكه ورته د پاكستان هر وګړے كټ پتلي په نظر راځي۔ د ادارو د احترام خبره عمران خان سره سمه نه ښكاري۔ اول دې عدالت ته وړاندې كېدو سره خپل اشتهاري سټېټس ختم كړي۔ عمران خان نفسیاتی مریض دے۔ ده ته يوازې هغه كسان صادق او امين ښكاري كوم چې پي ټي آئي كښې شامل دي۔ پاكستان كښې د بد تمیزۍ ، بد تهذہبۍ او بد اخلاقۍ منفي رويه خپرونكې په كومه خله د اخلاقياتو درس وركوي۔ د پېسې پېسې په حساب وركوؤنكو هغه تور لګوي او په خپله د چندې حساب وركولې نه شي۔ محمد نواز شریف د تعمیر او مخالفين د وراني په ايجنډا كار كوي۔ د اتوار په ورځ يو بيان كښې دې ووئيل عمران خان نفسیاتی مریض دے۔ ده ته يوازې هغه كسان صادق او امين ښكاري كوم چې پي ټي آئي كښې شامل دي او يا شاملېږي۔ پاكستان كښې د بد تمیزۍ ، بد تهذہبۍ او بد اخلاقۍ منفي رويه خپرونكې په كومه خله د اخلاقياتو درس وركوي۔ د پېسې پېسې په حساب وركوؤنكو هغه تور لګوي او په خپله د چندې حساب وركولې نه شي۔ د زکوۃ په پېسه مني لانډرنګ كوؤنكے نن نورو ته ګوته نيسي۔ دې ووئيل د كال 2018 ټول ټاكنو كښې به د پاكستان اولس عمران څخه دده د كړو حساب واخلي۔ دې ووئيل نواز شريف د تعمير او مخالفين د وراني په ايجنډا كار كوي۔ دې ووئيل محمد نواز شریف ، دده خدائے بخښلي والد صاحب او د عزتمندې كورنۍ مېرمنې احتساب ته وړاندې شوې۔ دې ووئيل د پي ټي آئي حكومت د خېبر پختونخوا د 4 قیمتی كالونه ضائع كړل۔ د نتھیاګلی يخ چاپېرچل څخه خوندونه اخستونكي سره په پېښور كښې په ډينګي قابو موندلو له وخت نشته۔ دې ووئيل كارمندان به خېبرپختونخوا د مسلم ليګ ن مضبوطه قلعه جوړه كړي۔ دې ووئيل په كال 2018ﺀ كښې به خېبر پختونخوا كښې د مسلم ليګ ن حكومت وي۔









