اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پی پی) د بديل سرچينو څخه د توان پېداوار پرمختيائي بورډ راپور كښې وئيلي شوي دي چې د بديل سرچينو د لارې د برېښنا پېداوار به تر دسمبر 2018 2628 مېګاواټ ته ورسي۔ د هوا د لارې به 1200 مېګاواټ او د د شمسي توان د لارې به 1400 مېګاواټ نوره ارزانه برېښنا پېدا كولو سره تر 2020ﺀ قامي ګرډ كښې شامل كړې شي ۔ …
د بديل سرچينو د لارې د برېښنا پېداوار به تر دسمبر 2018 2628 مېګاواټ ته ورسي۔ د هوا د لارې به 1200 مېګاواټ او د شمسي توان د لارې به 1400 مېګاواټ نوره ارزانه برېښنا پېدا كولو سره تر 2020ﺀ قامي ګرډ كښې شامل كړې شي ۔ د بديل سرچينو څخه د توان پېداوار پرمختيائي بورډ راپور
اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پی پی) د بديل سرچينو څخه د توان پېداوار پرمختيائي بورډ راپور كښې وئيلي شوي دي چې د بديل سرچينو د لارې د برېښنا پېداوار به تر دسمبر 2018 2628 مېګاواټ ته ورسي۔ د هوا د لارې به 1200 مېګاواټ او د د شمسي توان د لارې به 1400 مېګاواټ نوره ارزانه برېښنا پېدا كولو سره تر 2020ﺀ قامي ګرډ كښې شامل كړې شي ۔ د بورډ د اوسني راپور ترمخه دا مهال هېواد كښې هوا څخه برېښنا پېدا كوؤنكي 15 بېل پراجېكټونه كار كوي د كومو په مرسته چې 788.5مېګاواټ برېښنا پېدا كېږي۔ دغسې د 445 مېګاواټ نورو 9 منصوبو مالي چارو ته حتمي شكل وركړې شوې۔ دې سره سره د شمسي توان څخه د برښنا پېدا كوؤنكو د 4 سولر منصوبو په مرسته به په مجموعي توګه 400 مېګاواټ برېښنا پېدا كولو سره قامي ګرډ كښې شاملولې شي او د 30 مېګاواټ برېښنا پېدا كولو صلاحيت لرونكو دوه نور سولر پراجېکټس په جوړولو تندۍ سره كار روان دے۔ د بديل سرچينو د لارې توان ترلاسه كولو له د دې منصوبو بشپړ كېدو سره به تر دسمبر 2018 د برېښنا پېداوار 2600 مېګاواټ څخه زيات شي او د توان په ستونزه قابو موندلو كښې به مرسته ترلاسه شي۔









