اسلام آباد ۔ 07 اکتوبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي پاكستان برطانيې سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ پاكستان د اقتصادي مرستې او په پارلماني كچه د تماس د لارې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ پاكستان د ملګرو ملتونو د قرادادونو په رڼا كښې د خبرو د لارې كشميريانو ته ددوئي د خپلواكۍ حق وركولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه …
پاكستان برطانيې سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ سردار ایاز صادق پاكستان د اقتصادي مرستې او په پارلماني كچه د تماس د لارې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ پاكستان د ملګرو ملتونو د قرادادونو په رڼا كښې د خبرو د لارې كشميريانو ته ددوئي د خپلواكۍ حق وركولو عزم لري۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د برطانيې لارډ ملكانم ګرے بروس سره د ملاقات په مهال د خيالاتو څرګندونې
اسلام آباد ۔ 07 اکتوبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي پاكستان برطانيې سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ پاكستان د اقتصادي مرستې او په پارلماني كچه د تماس د لارې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ پاكستان د ملګرو ملتونو د قرادادونو په رڼا كښې د خبرو د لارې كشميريانو ته ددوئي د خپلواكۍ حق وركولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه سپيكر د برطانيې لارډ ملكانم ګرے بروس سره د خالي په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې ملاقات كښې وكړه۔ سپيكر په دې خبره زور راوړو چې برطانيه دې كشمير كښې د بې ګناه كشميري اولس په ضد د هندي ظلم ٬ زور او زياتي نوټس واخلي۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د قرادادونو په رڼا كښې د خبرو د لارې كشميريانو ته ددوئي د خپلواكۍ حق وركولو عزم لري۔ سپيكر پاكستان كښې د جمهوريت ودې او د پارلېمنټ د قانون سازۍ صلاحيت زياتولو له د برطانوي مرستې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل په اولسي كچه رابطو سره په يو بل پوهېدو كښې مرسته ترلاسه كېدې شي۔ سپیکر دې پارلېماني پرېكټس او د قانون سازۍ ډرافټنګ په لړ كښې په پوهنتونو او تعليمي ادارو كښې د كورس معارفي كولو په اړه خبر كړو۔ سپیکر ده ته د پارلېمنټ هاؤس د برېښنا حاجت د شمسي توان د لارې ترسره كولو په اړه هم ووئيل۔ لارډ مېلكالم ګرے بروس د سپيكر د خبرو ستائنه كولو سره ووئيل برطانيه پاكستان خپل نزدې ملګرے او مهم تجارتي شريكوال ګڼي۔ ده ووئيل برطانيه به بېلو څانګو كښې پاكستان سره روانه مرسته زياتوي۔ لارډ ووئيل مونږ پاكستان كښې راروانې ټاكنې سپېځلې كولو له انتخابي اصلاحاتو ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده ووئيل د پارلماني فرېنډشپ ډلې كردار سره به د دوړو هېوادونو ترمينځھ اړيكې لا مستحكم شي۔









