هغه وخت لرے نه دے چې هند به ټوكړې ټوكړې شي٬ د آزاد جموں وكشمير صدر بېرستر سلطان محمود چوهدري

مظفرآباد۔25 اکتوبر(اے پی پی) د آزاد جموں وکشمیر صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدری وئيلي دي هند د مودي د انتها خوښو پالېسيو د لاسه د يو نړيوال ترهګر هېواد په توګه رامخې ته شوے دے او هغه وخت لرې نه دے چې هندوستان به ټوكړې ټوكړې شي او مودي به د هند ګوربا چوف ثابت شي٬ په 27 اكتوبر 1947 هندي پوځونه په كشمير قابض شوې وو٬ کشمیری وګړي دې …

مظفرآباد۔25 اکتوبر(اے پی پی) د آزاد جموں وکشمیر صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدری وئيلي دي هند د مودي د انتها خوښو پالېسيو د لاسه د يو نړيوال ترهګر هېواد په توګه رامخې ته شوے دے او هغه وخت لرې نه دے چې هندوستان به ټوكړې ټوكړې شي او مودي به د هند ګوربا چوف ثابت شي٬ په 27 اكتوبر 1947 هندي پوځونه په كشمير قابض شوې وو٬ کشمیری وګړي دې په دې ورځ په ګرده نړۍ او په خاص توګه په لندن ٬ نيويارك ٬ برسلز ٬ پېرس ٬ برلن او د نړۍ په نورو هېوادونو كښې 27 اكتوبر د تورې ورځې په توګه لمانځلو سره احتجاجي لاريونونه اوباسي٬ نن د آزادۍ په 76 مه كاليزه ټول قام ته مباركي وركوم ٬ د مقبوضه كشمير اولس ته باور وركوم چې د آزاد كشمير ماشوم ماشوم د دوي په ستړو كښې د دوي سره ولاړ دے۔ هندي تسلط څخه د كشمير تر آزادۍ به هلې ځلې روانې ساتلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د مظفرآباد هائی کورټ په ګراؤنډ كښې د آزاد كشمير 76 مې تاسيس ورځې په موقع دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د قانون سازې اسمبلۍ سپيكر ٬ د مخالفې ډلې مشر ٬ انسپکټر جنرل پولیس، سېكترانو او د اعلی پوځي افسرانو په شمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصياتو ګډون وكړو۔ ده ووئيل د آزاد جموں وكشمير جوړېدل يو اتفاقي كار نه ؤ بلكې زمونږ پلار نيكه دې سيمې څخه د طاقت په زور د مهاراجه ډوګره پوځ زغلولے ٬ هم په ننۍ ورځ د سردار محمد ابراهیم خان په مشرۍ كښې انقلابي حكومت عملي جوړه كړې شوې وه۔ ده ووئيل په مقبوضه جموں وكشمير كښې نن هم د ظلم او زياتي بازار ګرم دے۔ 96 زره څخه زيات عام كشميريان شهيدان كړې شوي او د 10 زره نه زيات وګړي قابضو ځواكونو بې دركه كړې دي۔ 22 زره مېرمنې كونډې كړې شوي او د لكھونو په شمېر ماشومان يتيمانان كړے شوي ۔ ده ووئېل په زندان كښې كشميريان شهيد كولې شي۔ ده ووئيل مونږ له به د دې جاج اخستل وي چې په 24اکتوبر1947ء كوم مقصد لپاره دا حكومت جوړ كړے شوے هغه ترلاسه كړے شو يا نه۔ ده ووئيل د نرېندر مودی په اقتدار كښې راتللو څخه وروستو په هند او مقبوضه كشمير كښې د انتها خوښو تنظيمونو شیو سینا او بجرنګ دل غنډګانو په مسلمانانو زمكه تنګه كړې ۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي هغه ورځې لرې نه ده چې د مقبوضه كشمير اولس به د آزادۍ منزل ترلاسه كړي۔ ده ووئيل هند اقليتونو سره هم ناروا سلوك كوي٬ په د وروستيو كښې په كاناډا كښې د سکھ لارښود هردیب سنګھ په وژنه كښې هندي خفیه ایجنسی را ككړ ده د كومې تصديق چې د كاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو پارليمان ته خپل خطاب كښې وكړو او دې سره د هند مكروهه څېره نړۍ ته لا په ډاګه شوې او هند يو ترهګر هېواد په توګه رامخې ته شوے دے

مزید خبریں