مظفر آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير 76 مه د تاسيس ورځ ملي جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه۔ په دې موقعه په ګرد هېواد كښې تابيا كړې شويو دستورو كښې د آزادۍ تحريك شهيدانو ٬ د پاک پوځ او پوليس شهیدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو شو چې د كشمير د آزادۍ تحريك تر كاميابۍ او پاكستان سره د مقبوضه سيمې …
د آزاد جموں وكشمير 76 مه د تاسيس ورځ ملي جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه

مزید خبریں
مظفر آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير 76 مه د تاسيس ورځ ملي جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه۔ په دې موقعه په ګرد هېواد كښې تابيا كړې شويو دستورو كښې د آزادۍ تحريك شهيدانو ٬ د پاک پوځ او پوليس شهیدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو شو چې د كشمير د آزادۍ تحريك تر كاميابۍ او پاكستان سره د مقبوضه سيمې تر يو ځايې كېدو به ستړې روانې ساتلې شي۔ د کشمیر د 76 مې تاسیس ورځې په مناسبت د ورځې پیل په مظفرآباد كښې د 21 توپو سلامۍ څخه وكړے شو۔ د 76م تاسیس ورځې مهمه دستوره د پلازمینې مظفر آباد په پرېډ ګراونډ کښې وشوه چې پکښې د آزاد جمو او کشمیر صدر بیرسټر سلطان محمود چوهدري مشر میلمه وو۔ په دستوره كښې د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق ٬ د آزاد جموںو كشمير اسمبلۍ سپيكر چوهدري لطيف اكبر ٬ حكومتي وزيرانو ٬ سېكترانو، د پوليس انسپکټر جنرل، د پاكستان د وسله والو ځواكونو افسرانو ګډون وكړو۔ د آزاد كشمير صدر بیرسټر سلطان محمود چوهدري او وزیراعظم چوهدري انوارالحق بیرغ هسك كړو۔ دوئي د تاسيس ورځې دستورې ته خطاب هم وكړو۔









