د آزاد جمو و کشمير حکومت د تاسيس 76مه ورځ (نن) لمانځلې شي

ميرپور 23 اکتوبر (اے پي پي) د جمو و کشمير رياست د آزاد حکومت جوړېدو د تاسيس 76مه ورځ (نن) د نهې په ورځ د لوظ دې تجديد سره لمانځلې شي چې د مقبوضه جمو و كشمير تر بشپړه آزادۍ به د آزادۍ هلې ځلې په هر قيمت روانې ساتلې شي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې سږ كال هم د آزاد جمو و كشمير حكومت د تاسيس ورځ هم …

ميرپور 23 اکتوبر (اے پي پي) د جمو و کشمير رياست د آزاد حکومت جوړېدو د تاسيس 76مه ورځ (نن) د نهې په ورځ د لوظ دې تجديد سره لمانځلې شي چې د مقبوضه جمو و كشمير تر بشپړه آزادۍ به د آزادۍ هلې ځلې په هر قيمت روانې ساتلې شي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې سږ كال هم د آزاد جمو و كشمير حكومت د تاسيس ورځ هم په ھغه حالاتو كښې لمانځي كله چې هند څلور كاله وړاندې په 5م اګست خپل د شرم وړ٬ يو اړخيزه او د غېر قانوني اقدام د لارې د خپل آئين دفعه 370 او 35-A منسوخ كولو سره د ملګرو ملتونو د قراردادوونو خلاف ورزي كولو سره په نړيواله كچه تسليم شوې د متنازعه رياست جمو و كشمير خاص حېثيت ختم كړې وو۔ د ملګرو ملتونو په قراردادونو كښې كشميريانو سره د آزادانه او د سپېځلې استصواب رائے د لارې د خپلواكۍ حق وركولو لوظ شوے دے دغسې چې ھغوي د خپل سباٶن پرېكړه خپله وكړې شي۔ د آزاد جمو و کشمير حکومت د تاسيس ورځ هر كال لمانځلې شي چې د نن نه 76 كاله وړاندې په 24م اكتوبر كال 1947 كښې د آزاد جمو و كشمير مېړنو ځوانانو خپل وطن د هند د ملاتړ كوٶنكي واكمن ډوګره راج څخه آزاد كړې ٶ۔ په آزاد جمو و کشمير كښې د دې ورځ لمانځلو لپاره د منطقې په ټولو لس واړو ضلعو كښې به خاص دستورې كولې شي او مقررين به د تاسيس ورځ په تاريخي اهميت رڼا اچوي٬ د كشمير شهيدانو لپاره به فاتحه خواني كولې شي او د آزاد جمو و كشمير د تحريك ازادۍ زر تر زره كاميابۍ او د رياست آزاد كشمير پرمختګ او سوكالۍ لپاره به خاص دعاګانے كولې شي

مزید خبریں