مظفرآباد۔23 اکتوبر(اے پی پی) پاسبان حریت جموں وکشمیر وئيلي دي چې هند په 27 اكتوبر كال 1947 په جموں وكشمير غېرقانوني قبضه كولو سره د كشميري اولس بنیادی انسانی، سیاسی، سماجی او مذهبی حقونه غصب كړل۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې د پاسبان حریت چیئرمېن عزِیر احمد غزالی په مظفر آباد كښې جاري كړې شوي يو بيان كښې ووئيل چې په مقبوضه جموں وکشمیر د هندي قبضې څخه وروستو د …
27 اكتوبر د كشمير د تاريخ تر ټولو توره ورځ ده ٬ پاسبان حريت

مزید خبریں
مظفرآباد۔23 اکتوبر(اے پی پی) پاسبان حریت جموں وکشمیر وئيلي دي چې هند په 27 اكتوبر كال 1947 په جموں وكشمير غېرقانوني قبضه كولو سره د كشميري اولس بنیادی انسانی، سیاسی، سماجی او مذهبی حقونه غصب كړل۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې د پاسبان حریت چیئرمېن عزِیر احمد غزالی په مظفر آباد كښې جاري كړې شوي يو بيان كښې ووئيل چې په مقبوضه جموں وکشمیر د هندي قبضې څخه وروستو د سوئيلي آسيا امن او پرمختګ په داؤ لګېدلې دې۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو د كشمير مسئلې منصفانه حل لپاره يو نيم درځن څخه زيات قراردادونه منظور كړي دي خو د 7 لسيزو تېرېدو باوجود نړيواله اداره د دې مسئلې په حل كولو كښې ناكامه پاتې شوې ده۔ ده د مقبوضه جموں وکشمیر اولس ٬ په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړو او د آزاد كشمير وكړو ته اپيل وكړو چې هغوي دې 27 اكتوبر د تورې ورځې په توګه لمانځلو سره د هند قبضه مسترد كړي۔ ده د مظفر آباد وګړو ته اپيل وكړو چې هغوي دې په 27 اكتوبر سهار 10 بجې په برهان واني چوك جمع شي او ملګرو ملتونو څخه دې د آزاد ٬ منصفانه او بې پرې استصواب رايې غوښتنه وكړي۔ ده د مقبوضه جموں وكشمير اولس جذبې ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل هغه ورځ لرې نه ده چې هندي پوځونه به كشمير څخه وويستلې شي۔









