نامتو قانون مدار اېس اېم ظفر خاورو ته ورسپارلے شو

لاهور 20 اکتوبر (اے پي پي) نامتو قانون مدار او پخوانے وفاقي وزير اېس اېم ظفر ځائي اديره كښې خاورو ته ورسپارلے شو۔ د ارواښاد د جنازې مونځ په كېنال ويو هاٶسنګ سوسائټۍ كښې د جومات په ١ بلاك ګراٶنډ كښې ادا كړے شوے چې پكښې د سپريم كورټ پخواني چيف جسټس عمر عطا بنديال، د لاهور پخواني چيف جسټس ياور علي، جسټس شاهد بلال حسن او نورو سره سره …

لاهور 20 اکتوبر (اے پي پي) نامتو قانون مدار او پخوانے وفاقي وزير اېس اېم ظفر ځائي اديره كښې خاورو ته ورسپارلے شو۔ د ارواښاد د جنازې مونځ په كېنال ويو هاٶسنګ سوسائټۍ كښې د جومات په ١ بلاك ګراٶنډ كښې ادا كړے شوے چې پكښې د سپريم كورټ پخواني چيف جسټس عمر عطا بنديال، د لاهور پخواني چيف جسټس ياور علي، جسټس شاهد بلال حسن او نورو سره سره لنډ مهاله وفاقي وزير کنور دلشاد، د سپريم كورټ بار صدر عابد زبېري ،سينئر وکيلانو چوهدري اعتزاز احسن، سردار لطيف کھوسه، حامد خان، ډاکټر خالد رانجھا، سياسي مشرانو فريد پراچه٬ خواجه سعد رفيق، خواجه سلمان رفيق٬ منير احمد خان، خرم نواز ګنډاپور سره سره د سول سوسائټۍ غړو او سماجي كاركنانو ګډون وكړو۔ د ارواښاد درېمه به د اتوار په ورځ دوه بجې په لاهور كښې كېږي۔