كوئټه 19اکتوبر(اے پی پی)الېكشن كمېشن په كوئټه كښې د بلدياتي ټاكنو شيډول اعلان كړے۔د الېكشن كمېشن اعلاميې له مخې په صوبائي پلازمينه كښې بلدياتي ټاكنې به په 30 نومبر 2023 كېږي٬ د 2 نه تر 4 نومبر كانديدان د نامزدګۍ كاغذونه جمع كولې شي۔د كانديدانو د نامو فهرست به د نومبر په 6مه نېټه جاري كولې شي۔د 7 نه تر 9 نومبر به د نامزدګۍ كاغذونو جانچ پړتال كېږي٬ به …
كوئټه كښې بلدياتي ټاكنې به په 30 نومبر 2023 كېږي۔الېكشن كمېشن
كوئټه 19اکتوبر(اے پی پی)الېكشن كمېشن په كوئټه كښې د بلدياتي ټاكنو شيډول اعلان كړے۔د الېكشن كمېشن اعلاميې له مخې په صوبائي پلازمينه كښې بلدياتي ټاكنې به په 30 نومبر 2023 كېږي٬ د 2 نه تر 4 نومبر كانديدان د نامزدګۍ كاغذونه جمع كولې شي۔د كانديدانو د نامو فهرست به د نومبر په 6مه نېټه جاري كولې شي۔د 7 نه تر 9 نومبر به د نامزدګۍ كاغذونو جانچ پړتال كېږي٬ به 11 نومبر به د كاغذات منظوري او د مسترد كېدو درخواستونو سماعت كېږي۔ په 14 نومبر به د درخواستونو د ايپلټ اتهارټي پريكړو آخري ورځ وي۔په 15 نومبر به د كانديدانو د نظرثانۍ فهرست جاري كولې شي۔په 16 نومبر به د نامزدګۍ كاغذونو بېرته اخستو آخري ورځ وي۔په 17 نومبر به كانديدانو ته انتخابي نخښې وركولې شي٬د يادونې وړ ده د بلوچستان په نورو سيمو كشې بلدياتي ټاكنې وړاندې شوې دي










