د نواز شريف حفاظتي ضمانت په اړه د اسلام آباد هائي كورټ پريكړه خوشبينه ده۔شهباز شريف

لاهور 19اکتوبر(اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)صدر او پخوانې وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د محمد نواز شريف حفاظي ضمانت په اړه د اسلام آباد هائي كورټ پريكړه خوشبينه ده۔د زيارت په ورځ د اسلام آباد هائي كورټ څخه د نواز شريف حفاظتي ضمانت په پريكړه د ردعمل څرګندوولو كښې ده ووئيل ضمانت د نواز شريف بنيادي حق دے ٬مونږ د اسلام آباد هائي كورټ د پريكړې هركلے كوو٬منتخب وزيراعظم …

لاهور 19اکتوبر(اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)صدر او پخوانې وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د محمد نواز شريف حفاظي ضمانت په اړه د اسلام آباد هائي كورټ پريكړه خوشبينه ده۔د زيارت په ورځ د اسلام آباد هائي كورټ څخه د نواز شريف حفاظتي ضمانت په پريكړه د ردعمل څرګندوولو كښې ده ووئيل ضمانت د نواز شريف بنيادي حق دے ٬مونږ د اسلام آباد هائي كورټ د پريكړې هركلے كوو٬منتخب وزيراعظم نواز شريف په بنيادي توګه نااهله ګرځولې شوے ؤ ٬د پي ټي آئي چيئرمېن هغه په بې بنسټه مقدمو كښې راګير كړے ۔شهباز شريف ووئيل محمد نواز شريف بې ګناه ؤ او مونږ په دې لړ كښې د اسلام آباد هائي كورټ پريكړه خوشبينه ګرځولې او هيله لرو چې انصاف به كېږي۔