د بلوچستان نګران وزيراعلٰی مير علي مردان خان ډومكي سره د تعليم وفاقي وزير مدد علي سندهي ملاقات

كوئټه19اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان نګران وزيراعلٰی مير علي مردان خان ډومكي سره د زيارت په ورځ د تعليم لنډ مهاله وفاقي وزير مدد علي سندهي ملاقات كړے او د وفاقي حكومت مرستې څخه د بلوچستان تعليمي او فني تعليم خاص ادارو كښې روانو پروګرامونو په اړه ئې خبر كړے ۔ په دې موقع د خزانې لنډ مهاله صوبائي وزير امجد رشيد او د اړوندو ادارو وفاقي او صوبائي چارواكي …

كوئټه19اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان نګران وزيراعلٰی مير علي مردان خان ډومكي سره د زيارت په ورځ د تعليم لنډ مهاله وفاقي وزير مدد علي سندهي ملاقات كړے او د وفاقي حكومت مرستې څخه د بلوچستان تعليمي او فني تعليم خاص ادارو كښې روانو پروګرامونو په اړه ئې خبر كړے ۔ په دې موقع د خزانې لنډ مهاله صوبائي وزير امجد رشيد او د اړوندو ادارو وفاقي او صوبائي چارواكي هم موجود وو۔مير علي مردان خان ډومكي د تعليم وفاقي وزارت لخوا په صوبه كښې روانې پروژې وستائېلې۔په دې موقع د بلوچستان لنډ مهاله وزيراعلٰی د تعليم وفاقي وزير مدد علي سندهي ته سوينئر هم وړاندې كړو او وفاقي وزير د خپلو كتابونو ډالۍ وزيراعلٰی ته وركړه۔