پېښور 18 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا لنډ مهاله وزیراعلیٰ محمد اعظم خان په صوبه كښې غېر قانوني مېشته غېر ملكيانو ته وئيلي دي چې د مياشت د پائي نه وړاندې خپل هېواد ته ستانه شي او حکومت به په خپله خوښه خپل هېواد ته ستنېدونكو غېر ملكيانو ته ټول سهولتونه او معاونت وركوي۔ په دې لړ كښې د جاري بيان له مخې وزیراعلیٰ ووئيل په رضا کارانه …
حکومت به په خپله خوښه هېواد ته ستنېدونكو غېر ملكيانو ته ټول سهولتونه او معاونت وركوي۔ د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰې
پېښور 18 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا لنډ مهاله وزیراعلیٰ محمد اعظم خان په صوبه كښې غېر قانوني مېشته غېر ملكيانو ته وئيلي دي چې د مياشت د پائي نه وړاندې خپل هېواد ته ستانه شي او حکومت به په خپله خوښه خپل هېواد ته ستنېدونكو غېر ملكيانو ته ټول سهولتونه او معاونت وركوي۔ په دې لړ كښې د جاري بيان له مخې وزیراعلیٰ ووئيل په رضا کارانه توګه بېرته ستنېدونكو غېر ملكيانو ته سهولتونه وركولو لپاره ضلعي انتظاميه او اړوندو ادارو ته امر شوے دغسې چې تر ټاكلې مودې د دوي خپلو هېوادونو ته ستنېدل باوري كړے شي۔ ده ووئيل حكومت په غېر قانوني توګه مېشته غېر ملكيان په عزت سره بېرته رحصتول غواړي۔










