د بلوچستان ګورنر ملك عبدالولي خان سره د سندھ پوليس آئي جي ملاقات

كوئټه 17اکتوبر(اے پی پی)د بلوچستان ګورنر ملك عبدالولي خان كاكړ سره په كراچۍ كښې د سندھ پوليس انسپكټر جنرل راجه رفعت ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د بلوچستان او سنده تاريخي ورورولۍ رشتو٬امن او امان صورتحال او د دواړو صوبو ترمينځه مرسته او اشتراك زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر ووئيل موجوده حكومت په پاكستان كښې په غېر قانوني توګه مېشته كډوالو په عزت …

كوئټه 17اکتوبر(اے پی پی)د بلوچستان ګورنر ملك عبدالولي خان كاكړ سره په كراچۍ كښې د سندھ پوليس انسپكټر جنرل راجه رفعت ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د بلوچستان او سنده تاريخي ورورولۍ رشتو٬امن او امان صورتحال او د دواړو صوبو ترمينځه مرسته او اشتراك زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر ووئيل موجوده حكومت په پاكستان كښې په غېر قانوني توګه مېشته كډوالو په عزت سره د بېرته تللو پريكړه كړې خو د افغان كډوال په نامه په سندھ صوبه كښې ځايې پشتون آبادي بايد ونه ځورولې شي۔ده ووئيل د بلوچستان ټرانسپورټرز ته دې په سندھ كښې رامخې ته شوې مسئلې هم په سمدستي توګه حل كړې شي۔په ملاقات كښې د دواړو صوبو ترمينځه معاملات د افهام او تفهيم څخه حل كولو او په خاص توګه د اولس روابط لا مستحكمولو ته اتفاق راغلے۔۔

مزید خبریں