د کورنيو چارو نګران صوبائي وزير په کيچ تربت کښې د 6 مزدورانو د وژنې پيښې نوټس واخست

کوئټه۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) دکورنيو چارو نګران صوبائي وزير مير زبير جمالي په کېچ تربت کښې د 6 مزدورانو د وژنې پيښې نوټس اخستى او راپور يې غوښتې دې۔ د کورنیو چارو وزیر ډپټي كمشنر او اېس اېس پي ته د خصوصي ډلې تشكيل كولو امر كولو سره وئيلي چې د پېښې په اړه دې هر اړخیزه څېړنه وكړې شي او ككړ كسان دې زر تر زره ونيولې …

کوئټه۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) دکورنيو چارو نګران صوبائي وزير مير زبير جمالي په کېچ تربت کښې د 6 مزدورانو د وژنې پيښې نوټس اخستى او راپور يې غوښتې دې۔ د کورنیو چارو وزیر ډپټي كمشنر او اېس اېس پي ته د خصوصي ډلې تشكيل كولو امر كولو سره وئيلي چې د پېښې په اړه دې هر اړخیزه څېړنه وكړې شي او ككړ كسان دې زر تر زره ونيولې شي۔ ده ووئيل ځپليو كورنيو ته د انصاف رسول دې په ترجيحي بنيادونو باوري كړې شي۔ د كورنيو چارو صوبائي وزير په پېښه كښې په حق رسېدليو مزدورانو لپاره د بخښنې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده ځپليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه هم وكړه۔

مزید خبریں