د ضم شوو ضلعو پرمختګ او قبائلی اولس د ژوند معيار ښه كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر غلام علي

پېښور 06 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علي سره د ضم شوو ضلعو کرم، جنوبی وزیرستان، اورکزئۍ او شمالی وزیرستان په مشرانو مشتمل شريك اولسې پلاوي تيره ورځ پېښور ګورنر هاؤس كښې ملاقات کړے ۔ ملاقات كښې د ضم شو ضلعو اولس ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ګورنر هاؤس د اړخه جاري بيان له مخې په دې موقع پلاوي ګورنر ته ووئيل …

پېښور 06 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علي سره د ضم شوو ضلعو کرم، جنوبی وزیرستان، اورکزئۍ او شمالی وزیرستان په مشرانو مشتمل شريك اولسې پلاوي تيره ورځ پېښور ګورنر هاؤس كښې ملاقات کړے ۔ ملاقات كښې د ضم شو ضلعو اولس ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ګورنر هاؤس د اړخه جاري بيان له مخې په دې موقع پلاوي ګورنر ته ووئيل نوې حلقه بندو سره د ضم شوو ضلعو د قامی اسمبلۍ 6 او د سېنېټ 8 چوكۍ ختمي شوې، د نوو حلقه بندو سره د ضم شوو ضلعو اورکزئۍ او جنوبی وزیرستان د قامی اسمبلۍ حلقې ختمې شوي۔پلاوي ووئيل د ضم شوو ضلعو لپاره د كال 100 اربه روپۍ پرمختيائي فنډز هم نه دے جاري شوے، د بلدیاتی ټاكنو نه پس د ضم شوو ضلعو ټاكلو بلدیاتی نمائندګانو له فنډز، دفتري او نوري آسانۍ هم نه دې وركړې شوي۔ پلاوي ګورنر سره د قبائلی ضلعو حلقې كمولو ، بلدیاتی فنډز نه وركولو پشمول په نور آسانيو نه وركولو وزیراعظم او وفاقی حکومت سره د خبرو خواست وكړو۔ په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجی غلام علي ووئيل د ضم شوو ضلعو اولس د محرومیو په اړه معلومات لرو،د ضم شوو ضلعو اولس عمر له د رياست وفادار او قامی ادارو سره ولاړ پاتي دے۔ ګورنر ووئيل د ضم شوو ضلعو پرمختګ او قبائلی اولس د ژوند معيار ښه كولو ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔

مزید خبریں