پېښور ۔ 05 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی سره د ډپټی آډیټرجنرل(نارتھ) ساجد خان په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو او د ادارې لخوا يۍ ده ته د كوېډ 19 په مهال د صوبائي حكومت په مصاريفو مشتمل اسپېشل آډټ رپورټ وړاندې كړو۔ په آډټ رپورټ كښې د خېبر پښتونخوا حکومت د كورونا وائرس وبا په مهال د مالی كال 2020-21 مصاريفو بشپړ آډټ …
د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی سره د ډپټی آډیټرجنرل(نارتھ) ساجد خان ملاقات، ګورنر ته د کوېډ 19 په مهال د صوبائي حكومت په مصاريفو مشتمل اسپېشل آډټ رپورټ وړاندې كړے شو

مزید خبریں
پېښور ۔ 05 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی سره د ډپټی آډیټرجنرل(نارتھ) ساجد خان په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو او د ادارې لخوا يۍ ده ته د كوېډ 19 په مهال د صوبائي حكومت په مصاريفو مشتمل اسپېشل آډټ رپورټ وړاندې كړو۔ په آډټ رپورټ كښې د خېبر پښتونخوا حکومت د كورونا وائرس وبا په مهال د مالی كال 2020-21 مصاريفو بشپړ آډټ كړے شو او په دې اړه تفصيلي رپورټ ګورنر ته وړاندې كړې شو۔ په دې موقعه ګورنر د خصوصی آډټ رپورټ په مالي چارو كښې سپېځلتيا لپاره خوشبينه ګرځولو سره ووئيل د كومې هم ادارې په مالي چارو كښې سپېځلتيا لپاره آډټ لازمي دے۔ دې نه ځانله ګورنر سره د ضم شوو ضلعو باجوړ، مومند، کرم او خېبر 45 كسيزه پلاوي هم په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔پلاوي كښی ګډون كوؤنكو ګورنر د خپلو سيمو مسئلو په اړه خبر كړو۔ پلاوي ګورنر ضم شوو ضلعو سره د روان ظلم او زياتي په اړه هم خبر كړو۔ دوي ووئيل د حکومت لخوا د كال 100 اربه روپو پرمختيائي فنډز راكولو لوظ شوے ؤ او قبائلي سيمې د هېواد نورو پرمختيائي سيمو برابرول وو ٬ خو د ضم كېدو څخه وروستو د 8 سېنېنټرانو څخه قبائلی سيمې محروم كړې شوې۔ ګورنر پلاوي ته د ضم شوو ضلعو مسئلو حل كولو كښې د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔ په دې مهال ګورنر سره د اسلاميه كالج پېښور ډاکټرنثار او ډاکټر عنایت علی شاہ هم ملاقات وكړو و او دوي سره يۍ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔










