واشنګټن۔4 اکتوبر(اے پی پی) امریکې وئيلې دي هغه په هند كښې د نیوز ویب سائټ سره د پېوست وګړو ګرفتارۍ او د هغوي په كورونو د چهاپو وهلو اړوندو رپورټونو څخه ښه خبر ده۔ د سعودی خبري اژانس له مخې د امريكې خارجه څانګې دوهم وياند ویدانت پټیل تېره ورځ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښی ووئيل امريكائي حكومت په يو آزاد او متحرك جمهوريت كښې د سوشل ميډيا په …
په هند كښې د خبريالانو د ګرفتارۍ او په كورونو د چھاپو وهلو څخه خبر يوو٬ د رائے اظهار آزادۍ بايد احترام وكړے شي٬ امريكا
واشنګټن۔4 اکتوبر(اے پی پی) امریکې وئيلې دي هغه په هند كښې د نیوز ویب سائټ سره د پېوست وګړو ګرفتارۍ او د هغوي په كورونو د چهاپو وهلو اړوندو رپورټونو څخه ښه خبر ده۔ د سعودی خبري اژانس له مخې د امريكې خارجه څانګې دوهم وياند ویدانت پټیل تېره ورځ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښی ووئيل امريكائي حكومت په يو آزاد او متحرك جمهوريت كښې د سوشل ميډيا په شمول په نړيواله كچه د ميډيا د مضبوط كردار بشپړه ملاتړ كوي۔ ده ووئيل مونږ په دې چارو هندي حكومت د ګردې نړۍ هېوادونو سره اندېښنه ښكاره كوؤ ، مونږ د رائے آزادۍ په شمول د خبريالانو د بشري حقونو احترام اهميت په لړ كښې په هندي حكومت زور راوړے او دا مو يواځې هند نه بلكې د نړۍ نورو هېوادونو سره هم خبره كړې۔ ده ووئيل د هند د ترهګرۍ مخنوي پوليس چيني فنډنګ سره اړوند يو كېس كښې د يو نیوز وېب سائټ سره تعلق لرونكې 2 خبريالان ونيول او د 44 وګړو په كورونو يۍ چھاپې ووهلې۔ په نوي ډيلي كښې په دې چھاپو او د ميډيا په صورتحال په نړيواله كچه اندېښنه رامخې ته كړې ۔ ده ووئېل د كومو كسانو په كورونو چې چھاپې وهلې شوي د هغوي تعلق د انګلېسۍ ژبې نيوز وېب سائټ ٬’نیوز کلک‘ سره ښودلے شوے د كومو په ضد چې هندي چارواكو په كال 2021 كښې مقدمه دائر كړې وه۔











